27 ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.
کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ.
کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟