26 کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟
هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟
په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟
ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.
نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ.
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.