Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:22
7 Iomraidhean Croise  

کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.


ځکه چې ژوندون د روټۍ او بدن د جامو نه بهتر دے.


نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ.


زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بې‌غمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى.


د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،


د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan