Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:12
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم.


نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“


خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى.


ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى.


په ګڼه کښې يو سړى عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، زما ورور ته ووايه چې زما سره د ميراث تقسيم وکړى.“


ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.


بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو.


خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.


خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan