11 کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.
نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“
ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟
په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟
د جامو اندېښنې بيا د څۀ دپاره؟ په پټو کښې ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، چې هغه څنګه راټوکيږى، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى.
نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو.
ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“
بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو.