Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:1
18 Iomraidhean Croise  

نو داسې وشول چې د اِسرائيل بادشاه خپل خاص آفسر ته د ښار د دروازې ذمه وارى په حواله کړې وه. هغه آفسر هلته د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو، لکه څنګه چې اليشع په هغه وخت کښې پېشګوئې کړې وه چې بادشاه هغۀ سره مِلاوېدو له تلے وو.


د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.


ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟


کوم خلق چې د خُدائ پاک نه منکر وى او هر وخت په غصه کښې وى، چې کله هغوئ ته سزا هم ملاويږى نو هغوئ د مدد دپاره دُعا نۀ کوى.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


افسوس چې تاسو د هغه قبرونو په شان يئ چې نښه يې نۀ معلوميږى او خلق پرې په بې‌خيالۍ سره دپاسه ګرځى.“


اے مُنافقانو. تاسو د زمکې او د آسمان حالت معلومولے شئ نو بيا تاسو څنګه د اوسنۍ زمانې په حالت نۀ پوهېږئ؟


يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،


خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل.


عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو،


کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى.


ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو،


خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.


خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.


نو ځکه بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه او هر قِسم بده وينا پرېږدئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan