Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 11:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 او هغه ورته په جواب کښې ووائى چې ما مۀ تنګوه. په دې نيمه شپه خو ورونه بند دى، زۀ او زما بچى په کټ کښې اودۀ يُو، په دې وخت اوس زۀ تا له څۀ نۀ شم درکولے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 11:7
7 Iomraidhean Croise  

ما خو جامې ويستلې دينه، نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ ما خپلې پښې وينځلې دينه، بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟


څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو.


ځکه چې زما يو ملګرے د سفر نه راغلے دے او ما کره د خوړلو دپاره هيڅ هم نشته چې هغۀ ته کېږدم.


خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.


خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.


عيسىٰ د هغوئ سره لاړو. نو چې هغه کور ته نزدې شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دې غرض ورولېږل چې، ”مالِکه، نور تکليف مۀ کوه ځکه چې زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې.


د دې نه پس څوک مۀ پرېږدئ چې ما ته په دې خبرو تکليف راکړى ځکه چې ما په خپل بدن د عيسىٰ د داغونو نښې لګولې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan