Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 11:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 11:54
12 Iomraidhean Croise  

کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“


بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګېر کړُو.


خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟


د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو،


بيا هغوئ څو فريسيان او هيروديان ورولېږل چې عيسىٰ په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.


او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو.


کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بې‌واره بې‌واره تپوسونه وکړى،


نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.


دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.


نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan