Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 11:53 - Pakistani Yousafzai Pashto

53 کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بې‌واره بې‌واره تپوسونه وکړى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 11:53
11 Iomraidhean Croise  

د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“


اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“


او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.


نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.


بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل.


خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.


نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.


د دې دپاره مونږ تيطوس ته مِنت وکړو لکه څنګه چې هغۀ دا کار شروع کړے وو، هم هغه شان دې په تاسو کښې هم د خېرات دغه کار پوره کړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan