48 او تاسو په خپله په دې کار د خپل پلار نيکۀ په جرمونو کښې شريک شوئ، هغوئ پېغمبران ووژل او تاسو پرې زيارتونه جوړ کړل.
خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.
دا زۀ نۀ يم، خپله ژبه تا ته بد وائى، ستا خپله خولۀ ستا خِلاف ګواهى ورکوى.
د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،
خو بيا تاسو تپوس کوئ چې زوئ يې ولې د خپل پلار په جرم کښې شريک نۀ دے؟ ځکه چې زوئ يې هغه څۀ کړى دى څۀ چې صحيح دى او د اِنصاف په مطابق دى او زما په حکمونو په وفادارۍ سره عمل کوى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى.
دغسې تاسو په ځان ګواهى کوئ چې تاسو د هغو خلقو زامن يئ چا چې نبيان وژلى وُو.
په تاسو دې افسوس وى چې تاسو د هغه نبيانو زيارتونه جوړَوئ کوم نبيان چې ستاسو پلار نيکونو وژلى وُو.
ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى.
د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
اے وروڼو او خوېندو، کومو نبيانو چې د مالِک په نوم کلام وکړو، د هغوئ تکليفونه تېرول او صبر کول خپل ځانته نمونه وګڼئ.
يشوَع هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په خپله د دې حقيقت ګواهان يئ چې تاسو د مالِک خُدائ خِدمت خوښ کړے دے.“ هغوئ ووئيل، ”آو، مونږ د دې خبرې ګواهان يُو.“