46 عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے د شرعې عالمانو په تاسو دې هم افسوس وى. ځکه چې تاسو په خلقو بېاندازې بوج وراچوئ ولې په خپله د دې د اوچتولو دپاره يوه ګوته قدرې هم نۀ وروړئ.
په تاسو افسوس، تاسو د بېاِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ.
نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بېاِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.
د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو،
د دې په جواب کښې يو د شرعې عالم ووئيل، ”اُستاذه، کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو دا زمونږه سپکاوے کوئ.“
اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“
ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى.