43 اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ خوښوئ او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحالېږئ.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
زۀ د دې پيړۍ مِثال څنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى چې يو بل ته نعرې وهى چې،
”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى.
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى.