4 او زمونږ ګناهونه معاف کړه، څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.“
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د خپلو خلقو ګناهونه معاف کوه او هغه مُلک ته يې واپس راوله چې کوم تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.
نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د بادشاه او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه. هغوئ ته د عمل نېغه لاره ښايه. اے مالِکه خُدايه، د خپلو خلقو په دې زمکه باندې باران وروه، کوم چې تا خپلو خلقو له په پوخ ميراث کښې ورکړے دے.
مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.
زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.
اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“
مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.
کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“
بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”فرض کړئ کۀ په تاسو کښې يو کس په نيمه شپه د خپل ملګرى کور ته ورشى او ورته ووائى زما ملګريه، ما له لږه روټۍ راکړه.
يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟
هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“
په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.
زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى.
تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.
يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ.
خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى.
مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.
ځکه چې تا زما کلام په صبر سره برداشت کړے دے او مضبوط پرې ولاړ يې، زۀ به هم تا د هغه آزمېښت د وخت نه چې د ټولې دُنيا په خلقو راتلونکے دے، بچ کړم.