35 نو بيا پام کوه چې کومه رڼا په تا کښې ده چې هغه تورتم نۀ وى.
يوه داسې لار شته چې انسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى.
تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.
سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.
ستا سترګې ستا د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى، نو ستا ټول بدن به د رڼا نه ډک وى. خو کۀ ستا سترګې خرابې وى، نو ستا په ټول بدن کښې به تورتم وى.
کۀ چرې ستا ټول بدن د رڼا نه ډک وى، او يو اندام دې هم په تورتم کښې نۀ وى، نو ستا ټول ژوندون به روښانه وى، داسې لکه چې يوه ډيوه په تا ځليږى.“
هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو.
خو په چا کښې چې دا خويونه نۀ وى، نو د هغۀ نظر دومره کم دے چې ړندېدو ته نزدې دے او د خپلو وړومبو ګناهونو نه پاک کېدل يې هېر کړى دى.
ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.
ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې.