34 ستا سترګې ستا د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى، نو ستا ټول بدن به د رڼا نه ډک وى. خو کۀ ستا سترګې خرابې وى، نو ستا په ټول بدن کښې به تورتم وى.
بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.
سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.
نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.
مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.
کنجوس انسان د دې ليواله وى چې مالداره شى او د دې نه ناخبره وى چې غربت د دۀ انتظار کوى.
نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.
زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته.
داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.
په تاسو افسوس دے. تاسو بدو ته ښۀ وايئ او ښو ته بد وايئ. تاسو تيارۀ نه رڼا جوړَوئ او د رڼا نه تيارۀ جوړَوئ. کوم څيز چې تريخ وى نو د هغې نه خوږ جوړَوئ او چې کوم خوږ وى نو د هغې نه تريخ جوړَوئ.
د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
حرص، بدى، ټګى، بېشرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بېوقوفى.
ولې تاسو سترګې خو لرئ، خو تاسو وينئ نه؟ ولې تاسو غوږونه خو لرئ، خو اورئ نه؟ ولې تاسو ته ياد نۀ دى څۀ؟
نو بيا پام کوه چې کومه رڼا په تا کښې ده چې هغه تورتم نۀ وى.
خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى.
هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بىبى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.
شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.
زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.
اے غلامانو، د خپلو مالِکانو تابعدارى په يره او عزت او صفا زړۀ سره کوئ، دغه شان لکه څنګه چې د مسيح تابعدارى کوئ.
اے نوکرانو، تاسو د خپلو دُنياوى مالِکانو په هر څۀ کښې تابعدارى کوئ، او دا نۀ صرف د هغوئ په موجودګۍ کښې چې هغوئ خوشحاله کړئ، بلکې د زړۀ د اخلاصه او د مالِک د احترام دپاره يې کوئ.