Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 11:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 11:32
9 Iomraidhean Croise  

په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“


د نينوه خلقو د خُدائ پاک په پېغام يقين وکړو. هغوئ د روژې اعلان وکړو او ټولو لويو او واړو د ټاټ جامې واچولې چې خپل غم څرګند کړى.


خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“


هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.


د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.


د شيبا مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ د خلقو خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل سر نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan