27 کله چې عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښې يوې ښځې چغې کړې، ”بختوره ده هغه مور چې تۀ يې زيږولے يې او تا له يې پئ درکړى دى.“
ستا مور او پلار دې خوشحالى وکړى، او هغه دې خوشحالى وکړى چا چې تۀ زيږولے يې.
هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“
او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده.
چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى.
بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى.“
ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې.