Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 11:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 خو هرکله چې د هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ ورپېښ شى او دے قابو کړى نو هغه وسله ترې واخلى چې په کومه د دۀ باور وى او د هغۀ لوټ شوے مال حال په خپلو کښې تقسيم کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 11:22
14 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.


نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.


هرکله چې يو زورَور وسله وال سړے د خپل کور ساتنه کوى نو د هغۀ مال حال به محفوظ وى.


څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نه راټولوى نو هغه يې نولى.


د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ.


په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ.


دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.


خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.


خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan