21 هرکله چې يو زورَور وسله وال سړے د خپل کور ساتنه کوى نو د هغۀ مال حال به محفوظ وى.
څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟
بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے.
خو بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے.
خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.
خو هرکله چې د هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ ورپېښ شى او دے قابو کړى نو هغه وسله ترې واخلى چې په کومه د دۀ باور وى او د هغۀ لوټ شوے مال حال په خپلو کښې تقسيم کړى.