20 خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.
بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.
خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.
”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.
هلته بيماران روغ کړئ او هغوئ ته ووايئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.
هرکله چې يو زورَور وسله وال سړے د خپل کور ساتنه کوى نو د هغۀ مال حال به محفوظ وى.
تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ.
دا د خُدائ پاک د رښتونى عدالت ثبوت دے د دې دپاره چې تاسو د خُدائ پاک د هغه بادشاهۍ لائق کړى چې د کوم دپاره تاسو تکليفونه هم زغمئ.