Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 11:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هم دغه شان کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو څنګه به يې بادشاهى پاتې شى؟ لکه څنګه چې ستاسو ګُمان دے چې زۀ د بعلزبول په مدد پيريان وباسم،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 11:18
7 Iomraidhean Croise  

د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.


کۀ چرې اِبليس، اِبليس شړى نو بيا خو اِبليس په خپله د ځان خلاف شو، نو د هغۀ بادشاهى څنګه پاتې کېدے شى؟


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.


خو ځينو په کښې ووئيل چې، ”دے خو د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan