Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 10:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هلته بيماران روغ کړئ او هغوئ ته ووايئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 10:9
15 Iomraidhean Croise  

د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“


د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“


عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”مونږ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ شى سره بيانولے شُو، يا د هغې دپاره کوم مثال استعمالولے شُو؟


هغوئ ډېر پيريان وشړل او ډېر بيماران يې په تېلو مسح کړل او ډېرو خلقو له يې شفا ورکړه.


خو چې تاسو يو ښار ته ننوځئ او هغوئ تاسو قبول نۀ کړى نو د دې کوڅو ته بهر ووځئ او ووايئ،


ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.


او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.


پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“


او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan