8 هر کله چې تاسو يوې ښاريې ته ورننوځئ او هغوئ تاسو ته هرکلے ووائى نو کوم خوراک چې تاسو ته درکړى، هغه وخورئ.
څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.
خو چې تاسو يو ښار ته ننوځئ او هغوئ تاسو قبول نۀ کړى نو د دې کوڅو ته بهر ووځئ او ووايئ،
او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“
کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ.
دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.