4 د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.
چې روټۍ يې کله راوړه، هغه سړى ووئيل، ”تر هغه پورې به زۀ خوراک نۀ کوم چې تر کومې پورې ما هغه څۀ وئيلى نۀ وى چې څۀ وئيل غواړم.“ لابن ووئيل، ”ټيک ده ووايه.“
خو هغۀ ووئيل، ”مونږ مۀ ايساروئ. مالِک خُدائ زما سفر کامياب کړے دے، ما خپل نېک له واپس ولېږئ.“
بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“
اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“
په غور سره مخامخ نېغ ګوره، او خپل نظر نېغ وساته.
هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“