37 هغۀ جواب ورکړو، ”هغه څوک چا چې په هغۀ رحم وکړو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړ شه او هم دغسې کوه لکه چې هغۀ وکړل.“
هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.
زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.
ستاسو څۀ خيال دے چې په دې درېو واړو کښې د هغه سړى رښتينے ګاونډى څوک دے کوم چې غلو وهلے وو؟“
هر کله چې هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغلو چرته چې مرتا نومې يوې ښځې په خپل کور کښې مېلمه کړو.
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.