34 هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.
چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.
هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.
د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ موسىٰ له د دې دپاره راغلو چې هغه ووژنى.
هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول.
خو يو سامرى مسافر چې هغۀ له نزدې راغلو او چې هغه يې وليدو نو زړۀ يې پرې وسوزېدو.
بله ورځ هغۀ دوه ديناره د خپل جيب نه راوويستل او د سرائى مالِک له يې ورکړل او ورته يې ووئيل چې د دۀ خِدمت کوه او کۀ نوره خرچه دې پرې راغله نو په واپسۍ کښې به يې درکړم.
او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.
د دې په ځائ، ”کۀ ستا دشمنان اوږى وى نو هغوئ له روټۍ ورکړه او کۀ هغوئ تږى وى نو هغوئ ته اوبۀ ورکړه، ځکه چې ستا په داسې کولو به يې په سرونو اور بل شى.“
ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.