32 هم دغه شان يو ليوى هغه ځائ ته راغلو او چې هغه يې وليدلو نو بل طرف ته ترې نه واوړېدو او دے هم په مخه ترې لاړو.
زۀ د خپلو دشمنانو د خندا شوم، کله چې هم ما ګورى نو خپل سرونه خوځوى.
خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے.
اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بېکوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.
اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو.
خو يو سامرى مسافر چې هغۀ له نزدې راغلو او چې هغه يې وليدو نو زړۀ يې پرې وسوزېدو.
خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“
بيا هغوئ ټولو سوستينس راونيولو څوک چې د عبادتخانې سردار وو او هغه يې د عدالت په وړاندې ووهلو. خو ګليو په دې کار هيڅ غوږ ونۀ ګرولو.
ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بېدينه،