30 عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته روان وو چې په لاره ډاکوانو ګېر کړو، جامې يې ترې وويستلې، وې وهلو او مرګى حال يې پرېښودلو او ترېنه لاړل.
خلق زما په حقله وائى چې پښې يې په قبر کښې دى. او د يو بېوسه کس په شان شوے يم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى کله چې به زۀ د بابل بُتانو ته سزا ورکړم نو د هغوئ د زخمونو زبيرګى به ټول مُلک کښې اورېدلے شى.
هغوئ خپلو ميندو ته ژاړى چې، ”خوراک او څښاک چرته دے؟“ هغوئ لکه د زخميانو په شان بېحاله دى، د ښار په کوڅو کښې بېحاله دى او هغوئ د ژوند نه لاس ووينځلو د مور په غېږ کښې د هغوئ ژوند ختم شو.
زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.
اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو.
عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو.