Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 10:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 په يوه موقع يو د شرعې عالم راغلو او په عيسىٰ يې د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 10:25
13 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“


هغۀ په جواب کښې ترې تپوس وکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“


بيا د شرعې په عالمانو کښې يو کس چې د دوئ دا بحث يې اورېدو او پوهه شو چې هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، نو راوړاندې شو. او هغۀ ترېنه تپوس وکړو، ”کوم يو حکم د ټولو نه اول دے؟“


زۀ تاسو ته وايم چې د ډېرو نبيانو او بادشاهانو دا ارمان وُو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”په شريعت کښې يې څۀ ليکلى دى؟ تۀ يې څنګه لولې؟“


يو حاکِم د عيسىٰ نه دا تپوس وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. داسې څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“


خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.


هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل.


ځکه کۀ ميراث د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو به دا د وعدې په بنياد نۀ دے، خو خُدائ پاک اِبراهيم ته دا د وعدې په وسيله ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan