24 زۀ تاسو ته وايم چې د ډېرو نبيانو او بادشاهانو دا ارمان وُو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.“
خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ.
بيا هغه خپلو مريدانو ته راوګرځېدو او ځان له يې ورته وفرمائيل، ”هغه سترګې بختورې دى چې هغه څۀ وينى چې تاسو يې وينئ.
په يوه موقع يو د شرعې عالم راغلو او په عيسىٰ يې د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“
ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.