خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.
کۀ څوک دوئ ته نقصان رسول غواړى نو د دوئ د خولې نه اور راوځى او د دوئ دشمنان به وسوزوى او دغه شان به هر هغه څوک چې دوئ ته نقصان رسول غواړى، نو هغوئ به په دې طريقه مړۀ کړے شى