Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو د اِمامت د طريقې په مطابق د هغۀ د نامى هسک راووتلو چې د مالِک خُدائ کور ته ننوځى او خوشبوئى وسيزى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 1:9
10 Iomraidhean Croise  

د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.


خو هارون او د هغۀ اولاد د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې او هغه قربانۍ يې پېش کولې چې په قربان‌ګاه باندې سوزولے شوې. هغوئ په زيات مقدس ځائ کښې د ټول عبادت او د بنى اِسرائيلو د کفارې ادا کولو ذمه وار وُو. هغوئ دا هر څۀ د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ ورته ښودلى وُو.


خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.


زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“


دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.


نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.


هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو.


ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan