76 او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،
خو د صيون په حقله به وئيلے شى، ”هر څوک چې په دې ښار کښې پېدا شوى وُو نو هغه به د دې ښار شمېرلے شى، او خُدائ تعالىٰ به په خپله دې ښاريې له برکت ورکړى.“
”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.
هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو.
او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
دا هغه څوک دے چې د يشعياه نبى په وسيله يې ذکر شوے دے، يعنې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“
او کۀ مونږ وايو چې د انسانانو نه، نو بيا به څۀ وشى؟“ دوئ د خلقو نه يرېدل ځکه چې د ټولو خلقو دا ايمان وو چې يحيىٰ نبى وو.
هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى.
فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.
خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.
هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“
تاسو ته ښۀ پته ده چې ما وئيلى وُو چې زۀ مسيح نۀ يم، زۀ خو د هغۀ نه وړاندې رالېږلے شوے يم.
هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“