74 چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى
خو تاسو زما، يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت کوئ او زۀ به تاسو د خپلو دشمنانو نه بچ کړم.“
ما ته د انسان د ظلم زور نه خلاصون راکړه نو چې زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل وکړمه
دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“
خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو مُلک بچ کوى، د يو نۀ ختمېدونکى خلاصون سره. او د دې خلق به کله تر آخره پورې هم بېعزته نۀ شى.
دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“
چې هغه به مونږ د خپلو دشمنانو نه خلاص کړى او د هغوئ ټولو د لاسونو نه څوک چې راسره کينه ساتى.
هم دا قَسم هغۀ زمونږ د پلار اِبراهيم سره کړے وو،
چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو.
خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.
ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.
او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.