7 خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“
اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
خو د راحيل نه د يعقوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنې زۀ به مړه شم.“
داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“
د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
يو ځلې چې د زکرياه د خاندان د خِدمت وار وو او هغۀ د اِمامت فرض پوره کولو،
د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه.
هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى.
د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو.