60 خو د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”نه. دے به يحيىٰ بللے شى.“
او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.
بيا زۀ د خپلې پېغمبرې ښځې سره څملاستم، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ مو پېدا شو، نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار“ نوم کېږده.
نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.
خو هغوئ ووئيل چې، ”ستا په خاندان کښې خو د هيچا هم داسې نوم نشته.“
هغۀ د ليکلو يوه تختۍ راوغوښته او په دې ټول حېران شول چې هغۀ دا وليکل چې، ”د دۀ نوم به يحيىٰ وى.“