55 هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“
زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“
خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.
زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.
ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“
زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.
هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.
هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو،
مريم د اليشبع سره درې مياشتې پاتې شوه او بيا کور ته واپس راغله.