Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 1:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 1:54
16 Iomraidhean Croise  

او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى، او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.


هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.


ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.


او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.


هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan