50 او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.
زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.
خو تاسو زما، يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت کوئ او زۀ به تاسو د خپلو دشمنانو نه بچ کړم.“
نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.
هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.
هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، دې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“
څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.
بېشکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.
خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.
ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے.
بيا د تخت د طرف نه يو آواز راغے چې، ”اے زمونږ د خُدائ پاک ټولو خادِمانو چې د هغۀ نه ويرېږئ، اے لويو او وړو، د خُدائ پاک ثنا وايئ.“