44 چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو.
کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه.
زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟
څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ او په خوشحالى ټوپونه وهئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. هم دغه شان د دوئ پلار نيکونو هم د نبيانو سره دغه شان سلوک کړے وو.