43 زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟
مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“
عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.
خو يحيىٰ هغه منع کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما ته په کار دى چې زۀ ستا نه بپتسمه واخلم او تۀ ما له راغلې؟“
او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده.
چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو.
نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.
زۀ په خپله خو څۀ هم نۀ يم نو په دې وجه زۀ تاسو ته حاضر نۀ شوم. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى.
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“
ابىجيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“