36 بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده.
د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.
د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه،
اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.
اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو.
خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو.
د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى، د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى،
فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو.
هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى.