Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 1:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 1:33
28 Iomraidhean Croise  

نو هغه به زما د نوم دپاره کور جوړ کړى او د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه کړم.


تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“


اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.


زۀ به ستا بچى د تل دپاره بادشاهان مقرر کړم، زۀ به ستا تخت نسل در نسل قائم ساتم.“


بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.


د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.


زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى.


خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى.


نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى.


خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.


زۀ به د ماتو ګوډو او د هغوئ نه څوک چې جلاوطن کړے شوى دى يوه ډله بچ کړم چې يو مضبوط قوم ترې جوړ کړم. زۀ مالِک خُدائ به په هغوئ د هغې ورځ نه واخله د تل دپاره د يروشلم نه حکومت کوم.“


د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“


ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى.


او اوس چې تاسو د مسيح يئ نو تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، او د وعدې په مطابق وارثان يئ.


د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى، او هم دې د خُدائ پاک په خپلو ايماندارانو خلقو وى.


ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.


خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan