Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 1:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 1:32
39 Iomraidhean Croise  

تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“


مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.


کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم، نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“


بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.


نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى.


اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې دروازه تګ راتګ کوئ.


د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.


د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


خو هغه چپ پاتې شو او هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. بيا مشر اِمام ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ مسيح، د مبارک ذات زوئ يې څۀ؟“


او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“


ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،


فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.


او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،


خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.


ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“


زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“


خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى.


نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“


اګر کۀ خُدائ تعالىٰ د انسان په لاس جوړ شوې کور کښې نۀ اوسى، لکه څنګه چې نبى اِشاره کړې ده،


خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.


د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan