3 نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم.
اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بېشمېره دى.
ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،
او زۀ به تا ته رښتيا او د اعتماد وړ خبرې دروښايم، ترڅو چې قابل اعتماد جواب ورکولے شې هغه چا ته چا چې تۀ رالېږلے يې.
معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.
ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى.
اے تيوفيلوسه، ما په خپل اول کِتاب کښې ټول هغه څۀ وليکل چې عيسىٰ د هغې په کولو او ښودلو شروع وکړه،
پطروس هغوئ ته هر څۀ چې شوى وُو په ترتيب سره بيان کړل چې،
د دې دپاره زما فېصله دا ده چې مونږ هغه غېريهوديانو ته تکليف ورنۀ کړُو څوک چې په خُدائ پاک ايمان راوړى،
مونږ دا فېصله کړې ده چې خپل نمائنده ګان خوښ کړُو او د خپلو خوږو ملګرو برنباس او پولوس سره يې تاسو له درولېږو،
دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.
هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.
”د کلوديوس لسياس نه معزز ګورنر فِليکس ته سلام.
صاحِبه، مونږ دا خبره په هر ځائ او هر چرته په پوره شُکر ګزارۍ سره منو.
خو پولوس ووئيل چې، ”اے معزز فِستوسه، زۀ ليونے نۀ يم، څۀ چې زۀ وايم هغه د اعتماد قابل او رښتيا دى.
نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.
خو زما په خيال به هغه بختوره وى چې په خپل حالت کښې پاتې شى څنګه چې ده، او زما په خيال چې د خُدائ پاک د روح په مطابق تاسو ته زۀ دا نصيحت کوم.
کۀ چرې تۀ دا هدايات د وروڼو او خوېندو په وړاندې پېش کړې نو تۀ به د عيسىٰ مسيح هغه ښۀ خادِم يې څوک چې د ايمان په خبرو او نېک تعليم پائى او عمل پرې کوى.