21 په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو.
نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.
عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.
خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“
کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده.