18 زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“
خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“
اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“
نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“
نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان نه د غلو دانو د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“
او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“
خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه.