د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“
تۀ چې چرته هم تلے يې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړے دے. زۀ به تا د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.
”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم.