14 ستا زړۀ به د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او ډېر خلق به د هغۀ په پېدايښت خوشحاله شى،
نو ساره وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى.
هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بېوقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.
زما زويه، کۀ تۀ عقلمند يې، نو زما زړۀ به خوشحاله وى.
د صادق سړى پلار ډېر خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښيار زوئ لرى په هغۀ باندې فخر کوى.
په هغه کس دې لعنت وى چا چې زما د پلار د خوشحالولو دپاره دا زېرے راوړے وو چې، ”ستا زوئ پېدا شوے دے.“
خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.
ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،
هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو.