12 د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو.
صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.
هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې.
هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے.
نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،
منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“
جدعون ته دا پته ولګېده چې هغۀ د مالِک خُدائ فرښته ليدلې ده او په يره کښې هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه پاکه، ما ستا فرښته مخامخ وليدله.“